اوباما په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امریکايي الوتکې د بمبارۍ له کبله بښنه غوښتې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65099
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-07

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستان او د بې پولې ډاکترانو له ټولنې په کندوز کې پر روغتون د امریکايي الوتکې د بمبارۍ له کبله بښنه وغوښته.ولسمشر بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ټېلفون وکړ، په کندوز کې یې پر روغتون د امریکايي الوتکې د بمبارۍ له کبله د ملکي افغانانو پر وژل کېدو د غمرازۍ د څرګندولو ترڅنګ بښنه وغوښته او په عین حال کې یې د افغانستان د حکومت او خلکو د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.سپینه مانۍ وايي چې اوباما د بې سرحده ډاکترانو له ټولنې هم د کندوز د پېښې له کبله بښته غوښتې ده. د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنیست خبریالانو ته وویل، اوباما د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې مشرې ته ټېلفون کړی د بخښنې ترڅنګ یې د کندوز پر پېښه خواخوږي څرګنده کړه.