«وصال يې څومره خوږ دی» نعتيه ټولګه چاپ شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65159

دخبریدو نیټه : 2015-10-13

«وصال يې څومره خوږ دی» نعتيه ټولګه چاپ شوه

د دغې نعتيه ټولګې شاعر هلمند ميشتی شاعر حاجي عبدالهادي عمري دی، نوموړی وايي په دې کتاب کې يې ټول ۱۳۰ نعتونه راټول کړي دي.

«وصال يې څومره خوږ دی» نعتيه ټولګه په ۱۳۰ مخونو کې د ژوند فرهنګي ټولنې له لوري خپره شوې ده.

د دغې ټولګې شاعر حاجي عبدالهادي انتخاب ويب پاڼې ته وويل، په نوې چاپ شوې ټولګه کې يې نعتونو او حمدونو ته ځای ورکړی دی.

نوموړی وايي، نويو نعتونو ته ټولنه ډېره اړتيا لري، ترڅو له دې لارې د حضرت محمد ((۲)) له عالي اخلاقو خلک خبر شي.

تر دې مخکې هم د ليکوال څلور کتابونه چاپ شوي دي چې د «نعتيه پلوشې» او «انوارو قافلې» په نوم دوه نورې نعتيه ټولګې دي، دا د شاعر درېيمه نعتيه ټولګه ده چې له چاپه راووځي.