د خواشینۍ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65186
بسم الله اکبري
دخبریدو نیټه : 2015-10-17

په ډیره ژوره خواشینی خبرشوم چې زموږدهیواد دعلم اوپوهي یوه درنه سټه  په آبدي خوب پریوته دکابل پوهنتون پیاوړی اوهیوادپال اوعلم پال استاذ پوهاند محمود سومایادوم چې دخپل ژوند په اوږدو کې یې په زرګونو،زرګونودهیواد بچیان اوځوانان روزلي دي هغه پرته له قلم اوکتابه کومه بله پانګه نه درلوده تل یې ساده ژوند وکړخړپړافغان پښتون اواکاډمیک شخصیت و.دحپل هیواد اوهیوادوالوسره یې ژوره اواګاهانه مینه درلوده اوپه دې لاره کې یو هوډمن اورښتینی مبارزپاتې شوی دی دجیل اوزندان ځنځیرونو یې پیاوړي اراده هډوکمزوري نه کړه وطن اوخپلوستروسپیڅلوارمانونوته تل ژمن او په دي لاره کې يې تلپاتې هڅې ترسره کړي دي .پوهاندسوماصاحب دورپیښې ناروغۍ له کبله نن دجمعې دمبارکې ورځې په سهارد اطریش په هیواد کې له نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې کړې قالو انا لله وانا الیه راجعون.
دپوهاند سوما صاحب مړینه ستره ضایعه ګڼم دهغه زامنوګران خوشال سوما اوګران یما خوشال اودارواښادزوم ښاغلي هوما صاحب اود دوی درنې کورنۍ ټولوغړواودوستانوته دجمیل صبراوتسلیت غوښتنه کوم او په دغه غمیزه کې خپل ځان اوکورنۍ شریکه بولم اروایې ښاده اویاد یې تل ځلانده اوتاندغواړم.
په درنښت
۱۶/۱۰/۲۰۱۵هالینډ