په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي دهيواد نامتو ليکوال ، شاعر او ارواپېژندونکي ډاکټر کبير ستوري د ورپېښي ناروغۍ له امله په پردېسۍ کي وفات شو .
د ډاکټر کبير ستوری مړيني نه يوازي خپله کورنۍ په وير کښېنوله بلکي د هيواد ټول فرهنګيان او شاعران يې په خپل ماتم غمګين کړل .
دافغان سېنما تياتر مرکز د نوموړي مړينه د خپل هيواد ډېره لويه ځايه بولي ، دهغه روح ته د لوی خدای ج له دربار څخه د بخښني ، او د هغوی د کورنۍ په ګډون د هغوی ټولو دوستانو او مينه والو ته د جميل صبر غوښتنه کوي .
روح دي يې تل ښاد وي .
د افغان سېنما تياتر مطبوعاتي اداره
انجنير فريدالله ساپي
کولن – جرمني