اضافه وریښتان او درملنه یې!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65286
ډاکټر عبدالولي اعتماد
دخبریدو نیټه : 2015-10-28

 

 ( د پوستکي او ښکلا معالج)
ایمیل: Abdulwalietemaad@gmail.com
د معلوماتو شمېره: 0782101194
اضافه وریښتان په ښځو کي د ښایست لپاره یو لویه ستونزه ده. چي زیاتره اضافه وریښتان یې پر زنه، غاړه، سینه، د شونډانو پر شاوخوا، ملا او کله بیا پر لاسونو او پښو باندي لیدل کیږي!
 په ځینو حالاتو کي دا ستونزه په ارثي شکل سره وي چي د کورنۍ نور غړي هم اضافه وریښتان لري.
د ځینو دواو استعمال په ځانګړې توګه د ستیرویدونه لکه بیتامتازون، تریامیسنولون... هم د اضافه وریښتانو منځ ته را تلو لامل ګرځي.
په ښځینه برخه کي د اضافي وریښتانو یو لوی لامل د نارینه ای هورمونو زیاتیدل دي، چي زیاتره یې د تخمدان د سیسټ په وخت کي لیدل کیږي. په داسي حالت کي د وریښتانو د زیاتیدو سره کیداسي د سر وریښتان کمزوره سي، د بدن وزن زیات سي، په ښځو کي میاشتنی عادت غیري منظم وي او پر مخ یې داني هم راخیژي.
د اضافه وریښتانو د لمنځه تلو لپاره کولای سو چي هغه په لاس سره وکاږو، د کریم په واسطه یې کمزوره کړو یایې دلیزر په واسطه د ټول عمر لپاره ورک کړو.
د اضافي وریښتانو د ټول عمر لپاره د منځه تلو په خاطر تاسي باید د پوستکي متخصص ته مراجعه وکړی، تر څو لامل یې درته په نښه او درملنه یې وکړي. ددې تر څنګ په چاغو کسانو کي د وزن کمښت د اضافي وریښتانو په کموالي کي مرسته کوي.
په لیزر سره د اضافي وریښتانو درملنه یوه ګټوره او اسانه لار ده چي اوس مهال یې استعمال زیات او ګټور تمام سوی دی.