د اجـانـی بی بی کوکو رشاد د مړيني په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65343

دخبریدو نیټه : 2015-11-03

په خواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړچي د هېواد د نوميالي علمی ، سیاسی ، فرهنګي د ادب ستوری او وتلي ملی  شخصيت، ليکوال او شاعر فاضل استـاد  پوهاند اکادیمسین علامه عبدالشکور رشاد (رح)  محترمه لور لیکوالـه او شـاعره  اجـانـی بی بی کوکو رشاد په حق رسيدلي ده.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او غړي ارواښادي اجانی بی بی ته د لوي خداي (ج) دربار څخه جنت الفردوس اوعلامه رشاد بابا فرهنګپال کورنۍ ته د زړه صبر غوښتونکي دي.

 

روح دي ښاده وي.

په درنښت

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر

الحاج جنرال غرزي خواخوږی