نارنج خپرندويه ټولنه د نوو چاپ سوو اثارو سره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6541

دخبریدو نیټه : 2006-04-12

 سيداحمد قانع / کندهار
غربي ګلونه او شرقي لمني د انګليسي ادبياتو څخه د ښاغلي عبدالباري جهاني منظومه ژباړه ده چي په کندهار کي د نارنج خپرندويه ټولني له خوا خپور سوى دى.
دانګليسي کلاسيکو شاعرانو شعرونه چي د ١5 مي پېړۍ وروسته ويل سوي دي، د شګسپېر، ويليم بلاک، ايميلي جان برونټ، پول لارنس، ډيويډ هربيرټ ، ويليم بروم، الايس کاربين، جان ډاون او نورو ډېرو کلاسيکو شاعرانو شعرونه چي د ١٥١ په شاوخوا کي دي په ډېر خواږه انداز او روانه ژبه ژباړل سوي چي لوستونکي د سرليک په ليدو سره له ځان سره وړي لکه خواږه دروغ، آ زما ګراني، رنځور ګلاب، د خيالونو معمار، خولګۍ راکه شل کلني، يوه ورځ مي د هغې نوم وليکئ، د ملايکو قدمونه، باد او د کړکۍ شاته ګل، خولګۍ راکه ښايستې او داسې نور ښايسته سرليکونه چي هر يو يې ځان ته بېل جهان او شاعرانه ښايست لري راغلي دي.
غربي گلونه شرقي لمني د پښتو ادب هغه ستر ادبي اثر دى چي د شعر او شاعرۍ په ځلانده اسمان کي د يو ړون ستوري په څېر راڅرګند سو.
نوموړى کتاب د کلک جلد په درلودلو سره په ٥٢٦ پاڼو کي د خپرندويه ټولني په ياداښت او د جهاني صاحب په سريزه په دې شرحه ډالۍ سوى دى:


اهداء
زما د ښايستې مېرمني معصومي روح ته!
چي د ژوند په هر پړاو کي يې زما مرسته
کړې، زما زړه يې پوړه کړى او زه يې په ځان
باوري ساتلي يم او نن يې د ژوند ټولو ترخو ته
يوازي پرې ايښى يم
تقديم دى.


کوه طور
کوه طور د ښاغلي جهاني پنځمه شعري ټولګه ده چي ٣٧٨ پاڼو کي په ښه صحافت د غزل نوي او آزاد نظمونه، داستانونه او متلونه پکښې دي، د نارنج خپرندويه ټولني له خوا دوهم ځل چاپ سوى دى.



شپيلۍ
شپيلۍ نوى چاپ چي په ٢٨٤ پاڼو کي پر سپين کاغذ د کلک جلد او د غزلي او سندري، منظوم او ازاد شعرونه، کيسو او نکلونو په درلودلو سره نارنج خپرندويه ټولني چاپ کړى.


د سباوون په تمه
د سباوون په تمه په ٢٥٨ پاڼو کي نوي او آزاد شعرونه، غزلي او سندري، کيسې او نکلونه، پښتو متلونه او له انګريزي ادبياتو څخه شعرونه، پر سپين کاغذ او کلک جلد په درلودلو سره د نارنج خپرندويه ټولني چاپ کړى.

بې لاسو ښځه
بې لاسو ښځه د اکاډيمېسن پوهاند علامه رشاد بابا (رح) ژباړه چي د روسي ژبي څخه يې کړې، بې لاسو ښځه يو فولکوريک داستان دى چي يو ځل د علامه بابا په ژوند کي چاپ سوى او اوس بيا هم نارنج خپرندويه ټولني چاپ کړى دى.

اوس نو ورته خانده
اوس نو ورته خانده د ښاغلي پير محمد باوري اثر دى چي د خندونکو ټوکو په درلودلو سره په ښکلي صحافت نارنج خپرندويه ټولني چاپ کړى.


د نوموړ و کتابونو مينه وال کولاى سي چي د کتابو د ترلاسه کولو له پاره په دې لاندي پتو اړيکي ټينګي کړي:


نارنج خپرندويه ټولنه کندهار
Narenj_saq@yahoo.com
Afghan.saq@gmail.com
0093 (0) 70303251 – 0093 (0)799166661
کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي ارګ بازار کندهار
Afghan_saq@hotmail.com
0093 (0) 70369900
کابل : علامه حبيبي کتاب پلورنځى، دانش کتاب پلورنځى
جلال آباد : عبدالحميد مومند کتاب پلورنځى ، ګودر کتاب پلورنځى
پېښور: يونيورسټي بوک ايجنسي ، دانش کتاب پلورنځى