فیصله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65449
محمديوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2015-11-17

 ځـوانـي ولاړه د یـادونـو ســلسـلـه شــوه
 د شیدو په څیر يي پاتې سپینه خوله شوه
 نـه مـې راوړ ورلـه ګــل د تــورو څـڼـو
 نه مې غـیږه کې ویـده خوله خوله شـوه
 پـه غـرمو دهـاړ يي وسـومه بیلتون کې
 زه په ځان باندې پوه نه شومه څله شوه
 ځلمـیـتوب لکه اوبه چې په سر واوړي
 کاسـه ډکـه شـولـه تـنګـه حـوصله شـوه
 د ژونــدون د تـوپـاني سمنـدر منـځ کې
 تسلـیـم نه یـم خـومې تاتـه ولـولـه شـوه
 د اغـیار د نـامــردۍ تبلـیغ چې واورم
 هـر پـیغـور يي د وژلـو مـرحـله شـوه
 زه او ته سره پوه نه شواغیاربیل کړو
 اوس یو کـیږو خدمتګاره فیصله شوه