شکريه بارکزۍ په ناروې کې د افغان سفيرې په توګه ټاکل شوې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65491
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-22

د ولسي جرګې غړې شکريه بارکزۍ په ناروې کې د افغان سفيرې په توګه ټاکل شوې ده. حکومتي سرچینې وايي په ناروې کې د افغانستان د سفيرې په توګه د مېرمن شکريې بارکزۍ کارونه مخ په خلاصېدو دي او ژر به دغه هېواد ته د سفيرې په توګه ولاړه شي. شکريې بارکزۍ هم منلې چې په ناروې کې يې د سفيرې په توګه د کارونو قانوني پړاوونه خلاص شوي او اوسمهال يې اسناد ناروې هېواد ته لېږل شوي، ترڅو د هغوى له خوا يې تاييدي راشي. مېرمن بارکزۍ د ولسي جرګې په تېرو دوو دورو کې د کابل د خلکو د استازې وه.