ظاهر قدیر: د داعش ډلې مشران په کابل کې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65495
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-23

د طالبانو له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د دې ډلې نوي مشر ملا اختر محمد منصور د قطر سياسي دفتر لپاره مشر شير محمد عباس ټاکلی دی. له دې وړاندې ملا اختر محمد منصور، شير محمد عباس ستانکزی د دې دفتر لنډ مهالی مشر ټاکلی و.د طالبانو د مشر له خوا په قطر کې د سياسي دفتر د مشر د ټاکلو څخه ښکاري چې کېدای شي د دواړو غاړو تر منځ د سولې خبرې پيل شي. د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ طالبانو له نورو څو ډلو سره چې له دوی سره يې مخالفت درلود، جګړې کړې دي. وړاندې د پاکستان پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه ويلي وو، چې په افغانستان کې د سولې خبرې د کابل له خوا د معلوماتو افشا کېدو له امله بندې شوې دي. دا لومړی ځل و چې پاکستان د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې لومړی په چين او بيا مري کې ترسره کړې. شیر محمد عباس ستانکزي د روسانو پر وړاندې جګړه کې برخه لرله او له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې افغانستان کې د طالبانو د روغتيا وزير و.