د ترکیې اېف ۱۶ جنګي الوتکو پرون له سوریې سره پر پوله یوه اېس یو-۲۴ الوتکه رانسکوره کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65499
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-24

انقرې او مسکو دواړو تایید کړې چې ویشتل شوې الوتکه روسۍ وه. د ترکیې د پوځي ځواکونو یوې خبرپاڼې ویلي چې یاده الوتکه د ترکیې د هاتای ولایت کې د ییلیډاګ د ښار په سر سیمې ته داخله شوه، او دا چې ترکیې ورته د ۵ دقیقو په موده کې ۱۰ ځلې اخطار ورکړ خو چې ویې نه منله بیا یې وویشته. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې انټرفکس خبري اداره په مسکو کې د روسیې د دفاع وزارت د چارواکو له خولې وایي چې الوتکه د الوت په ټول بهیر کې د سوریې په قلمرو کې وه او د ترکیې قلمرو ته نه ده ننوتې. مسکو وایي چې الوتکه یې د ترکیې د اېف – ۱۶ جیټ الوتکو له خوا نه، بلکې له ځمکې ویشتل شوې ده.