یوې چرلکې په فاریاب کې بېړنۍ ناسته کړې او امله یې د طالبانو لاسته ورغلې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65501
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-24

وسله والو طالبانو په فاریاب کې د افغانستان د ملي اردو یو شمېر غړي او د هغې قراردادي پېلوټان وروسته له دې ژوندي ونیول چې څرخکې یې د ویشتل کېدو له کبله بیړنۍ ناسته وکړه. افغان او امریکايي چارواکو وویل چې یوه ایم آی – ۱۷ څرخکه تیره ورځ مخکې تر دې چې د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په غزتېپه سیمه کې پر مځکه کښېني، په راکټ وویشتل شوه. دا سیمه له یوې میاشتې راهیسي د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده. په فاریاب کې د ملي اردو د ۲۰۹ قول اردو د لومړۍ لوا ویندوی جګړن رضا رضايي هم دا خبره تایید کړه. د افغانستان د هوايي ځواک ویندوی ډ‌ګروال محمد بهادر وویل چې دا څرخکه د افغان هوايي ځواک نه ده بلکې د یوې شخصي کمپنۍ هیلي کوپتر ده.