مسلیمار: د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د نړيوال ايتلاف ملاتړ کوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65516
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-25

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وايي چې هېواد يې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د نړيوال ايتلاف ملاتړ کوي.د روسيې د دولتي رسنۍ (اټارټاس) د راپور له مخې، مسلميار دغه څرګندونې روسيې ته د يوه رسمي سفر پر مهال پرون په مسکو کې د دغه هېواد د مشرانو جرګې غونډې ته په خپله وينا کې کړې دي.هغه زياته کړې، د نړيوالې ټولنې په همغږۍ او ګډې همکارۍ سره کېداى شي چې نړۍ له ترهګرۍ وژغوري.مسلميار ويلي چې هېواد يې د هغه اقدام ملاتړ کوي چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره بايد نړيوال ايتلاف جوړ کړي.