د ننګرهار قومي مشرانو په دغه ولایت کې د ملېشو له جوړولو سره مخالفت وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65517
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-25

د ننګرهار قومي مشرانو، مخورو او اوسېدونکو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې په دغه ولايت کې د خپلسرو ملېشو له جوړولو سره مخالفت وکړ.د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، غونډه چې پرون د جلال اباد په قصر کې جوړې شوې وه، په کې د ملي او ولايتي شوراګانو د غړو تر څنګ سلګونو قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو برخه اخيستې وه.هغه زياته کړه چې د دې پراخې غونډې ګډونوالو د خپلسرو ملېشو جوړول پر کلکو ټکو وغندل او همدا راز په دغه ولايت کې د ملي امنيتي قواوو د کړنو د ستاينې تر څنګ يې د هغوی د ملاتړ ژمنه وکړه .