طالبانو د خاص ارزګان پخوانی ولسوال وواژه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65523
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-11-28

د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ مخکنى ولسوال جمعه ګل د وسله والو طالبانو له لوري ووژل سو . . د خاص اروزګان ولسوال محمد کريم کريمي وايي ،چي د دې ولسوالۍ مخکنى ولسوال جمعه ګل تېر ماخستن شاوخوا اته بجي د افغان ځواکونو د يونيفورم څخه په ګټي اخيستني وسله والو طالبانو له خپل کوره ايستلى ، خو نوموړی يي په اړه نو معلومات نه لري ، خو د دې ولسوالۍ باوري امنيتي سرچيني وويل چې جمعه ګل تېر ماخستن په خپل کور کې وو چې د افغان پوځيانو د يونيفورم څخه په ګټي اخيستني وسله والو طالبانو له کوره ويست او تر ځړولو وروسته يي وواژه . جمعه ګل په ١٣٩٠ کال کې د خاص اروزګان ولسوال او جهادي قوماندان وو . د نوموړي د وژني مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه ده اخستې