دعزم بال

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65526
نعمت الله پټانزی
دخبریدو نیټه : 2015-11-28


 لکه باښه پنجوکې ښکارلرمه
 له دینه پرته بل څه کارلرمه

 دعزم بال مې خوځومه هرخوا
 په ټپوسانوپسې څـــارلرمه

 پیرزومې نه شي په کارغانوباندې
 چې دښکلاؤ نه ډک ښـــــارلرمه

 لوړپروازونه دګوربت په څوکو
 هرمازدیګراوهرسهـــــارلرمه

 نوریې منت په ځان زغملی نه شم
 دانګم ډګرته ډیرتلــــوارلرمه

 دخپل حریم ساتل مې ستره دنده
 دخپلـــــواکۍ همدغه وارلرمه

 چې حماسې یې په شعروکې لولم
 د(پټانزی)په شان خـوږیارلرمه
..
 ..

1394-9-6 ه ش
 شرین تګاب ،فاریاب