ملي امنیت د کابل – کندهار په لویه لار یې د ترهګرو د روزنې یو مرکز نیولی کشف کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65533
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-29

د ملي امنیت ریاست وايي د کابل – کندهار په لویه لار یې د ترهګرو د روزنې یو مرکز نیولی دی. د ملي امنیت د ریاست له یوې خبرپاڼې سره سم، دا مرکز د دې ریاست د منسوبانو او ملي پولیسو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې په زابل ولایت کې نیول شوی دی. د ملي امنیت ریاست وايي چې په دغو عملیاتو کې یې دری وسله وال د بمونو د جوړولو له لارښود سره یوځای نیولي دي. دا ریاست همداراز وايي چې په دغه مرکز کې یو شمېر په کور کې جوړ شوي بمونه او یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم په لاس ورغلي دي.