طالبانو د وخت مخابراتو پخوانی وزیر مړ او په ارغنداب کي خاورو ته وسپارل سو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65537
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-11-29

طالبانو د وخت مخابراتو پخوانی وزیر مړ او په ارغنداب کي خاورو ته وسپارل سو . د طالبانو د وخت د مخابراتو او مالوماتۍ ټیکنالوجۍ وزیر ملا دادالله طبیب د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي، د طبیب مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې د سرطان د ناروغۍ له کبله د تېرې جمعې په شپه په روغتون کې مړ سوی دي. ملا طبیب د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی و او په همدې ولسوالي کي خاورو ته وسپارل سو. ملا طبیب د طالبانو په وخت کې د مالي چارو مسوول، د کندهار د ګمرک رییس، د عالي شورا غړی او د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته د مخابراتو وزیر پاتې سوی دی. د طالبانو د ریژیم تر ړنګیدو وروسته ۷ کاله په پاکستان کې بندي و.