دقريش قبيله ولي په قريش نامداره سوېده ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65539
علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
دخبریدو نیټه : 2015-11-29

مستفتي : نوراحمد . پوښتنه : ډیرمحترم علامه ابوالفضل صاحب السلام علیکم ،ځیني ملګري په دې باره کي پوښتنه لري چي دنبی صلی الله علیه وسلم قبیله په څه وجه په قریش سره نامداره سویې ده ؟ جواب : دپوښتني جواب دي دادی : پوسه چي پردې باندي علماوواتفاق کړیدی چي قریش هغه عرب دي چي له اولادڅخه دنضربن کنانه دي . [ کبیر ] . خو آلوسي رحمه الله تعالی داقول مجمع علیه ندی بللی خواصح داقوالویي بللی دی ،پوسه چي په سبب کي دنامداره کېدودقریشو دقریش په نامه متعددي وجهي مفسرینوذکرکړیې دي . ۱ : دقریش لفظ تصغیر دقرش دی اوقرش دیوه لوی دریابي حیوان نوم دی چي په دریاب کي په کښتیو سات تیره وي اوبې له اوره په بل شي نګرزي ، روایت دی چي معاویه له ابن عباس رضی الله تعالی عنهم څخه پوښتنه وکړه چي دقریشوقبیله په څه سبب په قریش سره نامداره سویې ده ؟ نوده ورته وویل چي دهغه دریابي حیوان په نامه نامداره سویې ده چي دی نورحیوانات خوري خو بل حیوان دی نسي خوړلای ، دی پرنوروحیوانانوددریاب لوړدی خو نورپرده نسي لوړېدلای ، په دغه لفظ کي تصغیر دتعظیم لپاره دی اودقریشوقبیله هم په خلګو کي په همدغه ډول فوقیت لري هم یې په جاهلیت کي درلوداوهم یې په اسلام کي لري ، دمسلمانانو امیر تر څو چي ممکن وي قریشي به وي لکه په حدیث کي چي راغلي دي : «الائمة من قریش » . دوهمه وجه داده،چي دقریش لفظ له قرش څخه جوړدی اوقرش وکسب اوکارته ویل کېږي،څرنګه چي دقریشوتجارت اوتجارتي سفرونه خپل کسب ګرځولئ وونوپه دې سبب قریش ورته ویل سویدی. ۳ : داده چي دقریش لفظ له تقرش څخه جوړدی اوتقرش وتجمع یعني سره راټولېدلوته ویل کېږي،دقریشو قبیله په یوه زمانه کي سره تارپه تار ، پراګنده اوپه بیلوبیلوځایوکي سره پاشلې وه ددوئ لوړ نیکه قُصَی بن کلاب دوئ په مکه کي سره راجمع کړل نو په دې سبب په قریش سره نامداره سول . ۴ : وجه داده چي دقریش لفظ له هغه قرش څخه جوړدی کوم چي په مانادتفتیش دی نوڅرنګه چي به دوئ دحج په موسم کي دمسافروحاجیانودحاجاتوپلټنه کوله نوپه دې وجه قریش ورته وویل سو . [ تفسیرکبیر وغیره ] .