دطب اصول او قواعد پر درو شيانو ولاړ دي !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65546
علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
دخبریدو نیټه : 2015-11-30

پوښتونکی : امي سوال : به محترم علامه صاحب السلام علیکم الف مرة ،محترمافصول سه ګانه که دربین طب ابدان وطب ارواح مشترک یادمیشود کدام فصول هستند؟ جواب : دطب په کتابوکي داسي راغلي دي «قواعد طب الأبدان تدور على ثلاثة فصول: حفظ الصحة والحمية عن المؤذي واستفراغ المواد الفاسدة ومن أصول الطب: تدبير الغذاء والحركة والنوم وجميع التصرفات و لايعدل إلى استعمال الأدوية إلا للضرورة أو الحاجة, فکذا قواعدالشریعة . یعني دطب، قاعدې اواصول پر دریو شیانو باندي راګرزي(۱)داچي انسان دخپل صحت خیال وساتي ، دصحت ساتنه وکړي (۲) داچي له هغوشیانو پرهیز کوي کوم چي دده وصحت ته نقصان رسوي(۳) دا چي فاسد مواد له بدن څخه خارج کړي . شرعي اصول هم پردریوشیانوراګرزي : (۱) داچي انسان خپل معنوي اوروحاني صحت وساتي روحاني صحت په څلوروشیانوحاصلیږي : ۱ : صحیحه عقیده او ایمان ، ۲ : تحلیه ، یعني ښه اخلاق په ځان کي راوستل، ۳: دخبرو تصحیح ، چي په خبروکي دشرعي اوعقلي اصولوخیال ساتي ، ۴:دافعالوتصحیح ، چي هرکاریې معقول اومشروع وي ، (۲) : شی دادی چي انسان روحاني پرهیزکوي یعني له هرهغه شي څخه ځان ساتي چي ودغوڅلوروشیانوته تاوان رسوي . (۳): شی دادی چي کله انسان له روحاني ضررناکو شیانوڅخه پرهیزنکوي اوپه روحاني مرض مبتلا سي نوبیا بایداستفراغ وکړي چي دطریقت اودشریعت په ژبه تخلیه اوتزکیه ورته ویله کېږي،الله پاک فرمایلي دي،« قدافلح من زکیها» ،