اسلامي توصيې :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65553
علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
دخبریدو نیټه : 2015-12-01

اسلامي توصیې : دعلامه ابوالفضل افغاني حفظه الله تعالی له وينا وو : مسلمانه وروره ! هرڅوک چي له الله پاک اواخرت څخه غفلت کوي اساسي سبب یې دنیا اودولت ډیرَول اوهوسا له مشکلاتوخالي ژوند لاس ته راوړل وي ، دهرفاسق اوشیطان په لمن ددې دپاره لاس نيسي ځان او اولاد ددې دپاره دبیدینانوغلامان جوړوي چي ګوندي عزت به پیداکړي ، خو دا ټول شیان په دې کي ښه وسړي ته په لاس ورځي چي دتقوی او ددین په کړۍ پسي لاس ونیسي ، یو د ملیشې والا وماته راغئ او وېویل : په ملیشه کي یوه غټه چوکۍ ده ، زه درې کاله کېږي کوشش پسي کوم په لاس نه راځي ، ډیري واسطې او پیسې مي هم په کاراچولې دي ،کله چي موږ یو ذکر وروښودی چي دا ذکرسل واره رزومره وایه ، دا نفر ولاړی ، دریمه شپه یې پلار او ورور راوستل اوراته وې ویل : زموږ کار وسو موږ به ټول عمر ستا خادمان یو ، ما ورته وویل : زماخدمت دادی چي هر دملیشې والا ، هر حکومتي کس چي وینې نوداورته وايه چي خانه خرابې !‌ که آخرت غواړي او که دنیا په همدې دین کي دي ، بل ځای یې مه غواړه ! تاسي ددغو خبرو دتصدیق دپاره دغه لاندي آیاتونه په غور ولولئ ! ۱ : وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ .[ الطلاق ]. ۲ : وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا . [الطلاق ] . ۳ : أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا . [ البقرة ۱۳۹ ] . والسلام ومن الله التوفيق .