له حوض کوثر نه به اول کوم کسان اوبه چشي ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65581
علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکاته
دخبریدو نیټه : 2015-12-06

پوښتونکئ : عبدالکریم سوال : دنبي علیه الصلوة والسلام دحوض کوثرمبارک اول واردین اوشاربین ( یعني چي دده وحوض ته به دقیامت په ورځ راځي او اوبه به ورڅخه چشي ) به څوک وي ؟ جواب: په حدیثو کي اول چښونکي له حوض کوثرڅخه دوه قسمه خلګ راغلي دي : اول : دمهاجرینو فقیران ، داد ثوبان رضی الله تعالی عنه په حدیث کي ( چي ترمذي رحمه الله تعالی یې روایت کړی ) راغلي دي . دوهم دیمن خلګ ، چي داهم دثوبان رضی الله تعالی عنه په حدیث کي ( چي امام مسلم رحمه الله تعالی یې روایت کړیدی ) راغلي دي . والله تعالی اعلم وعلمه اتم واحکم . والسلام ومن الله التوفيق .