دغه خواړه مو د اوږدې مودې لپاره ځوان ساتې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65589
ډاکتر عبدالولي اعتماد
دخبریدو نیټه : 2015-12-06

 

هر انسان له ځوانۍ سره مینه لري او غواړي د اوږدې مودې لپاره ځوان پاتې شي خو په ژوند کې داسې مرحله هم راځي چې انسان ورو ورو خپل ځواني او وړتیا له لاسه ورکول پیلوي. د دغې مرحلې پیل ستاسې په لاس کې دی. د ځینو خوړو له خوړلو سره د اوږدې مودې لپاره ځوان پاتې کیدی شئ.
د عمر له نظره د مفیدو خوړ استعمال نه یوازې دا چې انسان له اضافي وزن څخه ژغوري بلکه ځینې خواړه کولی شي ستاسې د ویښتانو اوسنی رنګ، ستاسې د مخ ځلا او وړتیا د اوږدې مودې لپاره د زیاتیدونکي عمر له منفي اثراتو وژغوري.
دلته مو له ځینو هغو خوړو سره چې خپل ترکیب کې شته اسیدونو، منرالونو او ویټامینونو په مرسته تاسې د اوږدې مودې لپاره ځوان ساتلی شي.
۱- خټکی
خټکی خپل ترکیب کې زیاته اندازه بیټا کیروټین او ویټامین اې لري چې نه یوازې دا چې د انسان د سر د حجراتو وده او نمو کنټرولوي بلکه د پوستکي ځلا هم زیاتوي.
۲- هندواڼه
د ګرمیو په موسم کې د تندې له منځه وړونکی دغه میوه د لایکوپين نومې موادو تر ټولو غوره منبع ده. لایکوپین نومې مواد زیاته اندازه د اکسیډنټ ضد خاصیت لري او رومیانو او هندواڼې ته سور رنګ ورکوي. لایکوپین نومې مواد د انسان پوستکی د لمر د وړانګو له زیانونو ژغوري. د یوې څیړنې پر بنسټ په هندواڼې کې د رومیانو په نسبت ۴۰ سلنه زیاته نباتي کیمیاوي مواد شتون لري کوم چې د پوستکي ځلا د اوږدې مودې لپاره ساتلو کې ډیره زیاته مرسته کوي.
۳- انار
دغه حیرانوونکې ګتې لروونکې میوه د اکسیډنټ ضد خواصو او مختلفو ویټامینونو یو له غوره منابعو څخه دی. دغه میوه پوستکی له ګونځو، خشکي او نورو ناروغیو څخه ژغوري. د یوې څیړنې پر بنسټ په منځنی عمر کې د ویټامین استعمال د انسان پوستکی له ګونځو او خشکي څخه ژغوري. له دې سربیره په انارو کې شته اینتوسیان نومې مواد پوستکي ته جذابیت وربښي. همداراز دغې میوې کې شته ایلجیک اسید ستاسې پوستکی د لمر د وړانګو له منفي اثراتو ژغوري.
۴- شنې پاڼې لروونکي سابه
ټولې شنې پاڼې لروونکي سابه په زیاته اندازه کیروټین نومې مواد لري کوم چې د پوستکي حجراتو څخه ساتنې سره سره د پوستکی لندبل ساتلو کې هم مرسته کوي. شنې پاڼې لروونکي سابه پوستکی د مختلفو ناروغیو له منفي اغیزو هم ژغوري. له دې سربیره د وینې په فشار کنټرول لرلو لپاره هم شنې پاڼې لروونکي سابه ډیرې مهمې ګڼل کیږي.
۵- مڼه
مڼه په خپل ترکیب کې زیات شمیر ویټامینونه او منرالونه لري  چې پوستکی د لمر د وړانګو له زیانونو ژغوري. د یوې څیړنې پر بنسټ د مڼې استعمال په بدن کې د اوسپنې اندازه برابره ساتي چې په پایله کې د انسان ویښته ژر نه سپينیږي.
۶- هګۍ
د ګوتو نوکان له پروټین څخه جوړیږي نو له دې څخه معلومیږي چې د پروټین کموالی د انسان نوکان کمزوری کوي. هګۍ خپل ترکیب کې زیاته اندازه ویټامین بي کمپلیکس لري کوم چې د بدن پروټین د کمیدو مخه نیسي. له دې سربیره په هګیو کې شته پروټین د وینې لوړ فشار ټیټوي او د زړه د ناروغیو خطر له منځه وړي.

۸- کافي
هر سهار یو ګیلاس کافي نه یوازې دا چې ستاسې ورځ په خوښۍ سره پیلوي بلکه په کافي کې شته ګټور مواد ستاسې جلد یا پوستکی له مختلفو تومورنو څخه ژغوري. د نوو څیړنو پر بنسټ د کافي زیات استعمال د پوستکي د خرابیدو مخه نیسي او د سرطان خطر کموي. همداراز په مخ کې د پیدا کیدوونکو ګونځو څخه هم مخنیوی کوي.