خراسانیان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65940
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2016-01-26

طنز
محمود نظری


دا بې عقله وژونکي نه دي د تاریخ دښمنان ‏
‏ دومره هغه چې بولي افغانستان خراسان
هغه چرګان چې کړي بې وخته اذانونه
‏ سر ددولت خورې که یې غوڅ نسي زبان
‏***‏
نیمچکه ډاکټر به دي مړ کړي
نیمچکه ملا به دي کڅپړ کړي
دټولو بربادیو سرچینه ده ناپوهې ‏
نا پوه مشر به ملک په غولو ککړ کړي
‏***‏
دارګ څوکۍ دزمري نه ده دګیډر ده
داڅوکۍ دارباب نه ده اوس د نوکر ده
په چټل لوښې کې خواړه خوړل کیږي
دا ماڼۍ د پاچا نه ده د پاخه چاکر ده
‏***‏
پښتون سوی توپ اوسیاست ډنډه
دهر چا خوښه ده په هغه منډه
هیڅ نه راویښږي د پښتون اې خدایه
لږ پاته ده چې یې خلاصه سي ګنډه