خپله وینه خپله مینه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65949
یوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2016-01-26

خپله وینه خپله مینه
شــپه تـوپـانـي شـوې له کـاروان نـه لاره ورکــه ده
جـرس شـیـطان نـیـولی له آسـمان نـه لاره ورکـه ده
د ماتې بـیړۍ منځ کې ناسـتوخلکـو ټول يي واورۍ
سـمـنـدرلـیـونی شـوی جـاله وان نـه لاره ورکـه ده



ځـوانانـو رنګ بدل کړو اوس دګلو بڼ له نه راځي
مـالـیارسـودايي شـوی له باغـوان نـه لاره ورکه ده
هـر څـه رنګـیـدلي د هـــنـدوانـو هـولـي جــوړه ده
مخـونـه بـــدل شـــوي له ایـمـان نــه لاره ورکـه ده
ساحل په ویـنـو سـوردي خو وتل ورنه اړین بـولـم
ګـودرې ړنګې شـوي له کـپـتان نـه لاره ورکـــه ده
که ژونـدغـواړي سپرلی اوماڼوګان دې سره یـوشي
د کـفـرښار وران شـوی له اذان نـه لاره ورکـــه ده
اوس بـه خـدمـتـګاره مـیـنـه ویـنـه مـالـومـیـږي ستا
هغـوې چې افغـان نه مـني افغـان نه لاره ورکه ده