اروپایي ټولنه په سیمه یزه حکومتولي ۱۲،۳میلیونه ډالر لګوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65991
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-02-03

اروپايي ټولنه وايي چې د سیمه ییزې حکومتوالۍ نوې پروژه به د ۱۲ اعشاریه ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې پلي کړي. د دې ادارې په یوه بیان کې نن راغلي چې دا پروژې به په دیارلسو ولایتونو کې په ۲۲ ښاروالیو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي صندوق د پروګرام له لارې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته په راتلونکو دریو کلونو کې پلې کیږي.په دغو پروژو کې د والیانو د دفترونو،ښاروالیو، د ښاروالیو د عوایدو د زیاتوالي، د مدني ټولنې د نظارتي ظرفیت د لوړولو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پالیسیو له پراختیا سره لازمې مرستې وکړي.