په لوګرولایت کې د حقاني شبکې دری ترهګر نیول شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65992
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-02-03

د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د حقاني شبکې درې غړي نيولي دي. د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره ورځ په خوښۍ ولسوالۍ کې د حقاني ډلې درې غړي داسې مهال نيولي چې غوښتل يې د پل علم- خوښۍ ولسوالۍ پر لويه لار تر يوه پله لاندې ماين ځاى پر ځاى کړي.دغه راز د ملي امنيت په اعلاميه کې دا هم راغلي چې ځواکونو يې په لوګر ولايت د وسله والو مخالفينو د وسلو يوه زېرمه هم کشف او ترلاسه کړې ده.