ناروې هیواد په کابل کې د ماشومانو دساتنې مرکز جوړوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65995
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2016-02-03

ناروې غواړي په کابل کې د هغو ماشومانو لپاره چې په ناروې کې یې د پناه غوښتنې اسناد رد شوي، د ساتنې یو مرکز جوړ کړي.د ناروې چارواکي وایي، اوس افغان لوری هم له دې پلان سره موافق دی او دا کار کولای شي اروپا ته د ماشومانو د خطرناکه سفرونو مخه ونیسي.د ناروې د عدلیې وزارت مرستیال یوران کالمیر ویلي ډیری هغه افغان ماشومان چې په ناروې کې د پناه اخستلو غوښتنه کوي، خوندیتوب ته نه بلکه دوی په افغانستان کې یوه پالونکي او یا ښې اقتصادي راتلونکي ته اړتیا لري.