سره یو سئ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66007
محمدسرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2016-02-06

راسۍ چي سره یوسوچــي یــو یونه سو
 راسۍ چي سره ټـول سـو چي ور ټــول نـه سـو
 ترڅـو به تربګڼي په ځان کـي ښه ګـڼـو
 بسته لېـوه تـوب چي یوبل ته به په بــد کَسُو
 مه غـواړه له بـدو ښـه دا واوره تــه
 ښــه هـغــه دی چـي منلی وي پنـځـوکـسـو
 لاسونه سره ورکۍ موټ سۍ سره ټـول
 پـنـځـه ګـوتي چــي مـوټ کي سـوک سي د لاسو
 پـه نفاق کي سوده نسته ګرانه ګوره اتفاق
 غښتلی به هغه وي چي شعارئې له وحدت نه سو