په پاکستاني پوځیانو ځانمرګي برید، ۱۰ تنه مړه کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66022
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-06

د بلوچستان په مرکز کوېټه کې یوه ځانمرګي بریدګر د پاکستاني پوځیانو په یوه کاروان برید کړی چې لږ تر لږه ۱۰ کسان یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. ویل کیږي چې پېښه د کچرو په سیمه کې شوې ده او د طالبانو یوه ګروپ د پېښې مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی. د بلوچستان د حکومت ویاند انور کاکړ نړیوالو خبري اژانسونو ته ویلي چې حمله د یوه ځانمرګي شخص له خوا شوې او د امنیتي ځواکونو او د سرحدي قول اردو د پوځیانو کاروان یې په نښه کړی دی. په ياده پېښه کې د سرک پر غاړه موجود يو شمېر ملکي خلک هم ټپيان شوي دي. انور کاکړ ویلي چې ځانمرګی په یوه بایسکل باندې سپور وو او دا چې په پېښه کې له ۱۰ څخه تر ۱۵ کیلوګرامه پورې چاودونکي مواد کارول شوي دي.