د هلمند لپاره پر یوه وخت دوه ښاروالان ټاکل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66026
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-07

د ملي یووالي حکومت د هلمند لپاره پر یوه وخت دوه ښاروالان ټاکلي دي. د هغو اسنادو له مخې چې سرنوشت ورځپاڼې ترلاسه کړي، ولسمشر اشرف غني د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز د انجنیر مطیع الله بهیر په نوم یو کس د هلمند د ښاروال په توګه ټاکلی دی. دغه راز اجرایه رییس د یوه مکتوب له لارې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته سپارښتنه کړې چې د حسیب الله سلطاني په نوم کس د هلمند د ښاروال په توګه ګوماري. سرنوشت په یوه رسېدلي مکتوب کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له ولسمشر څخه غوښتي چې د اړتیا پر اساس انجنیر مطیع الله بهیر چې د دې ادارې په وینا د ماسټرۍ تر کچې لوړې زدکړې او د کار وړتیا لري، د هلمند د پخواني ښاروال پر ځای وګوماري. د مکتوب په پای کې د سیمه ییزو ارګانونو د سرپرست او د پالیسۍ د برخې د مرستیال محمد نادر یما لاسلیک دی. ولسمشر د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې وړاندیز منلی او د ښاروال په توګه د بهیر له ټاکل کېدو سره یې هوکړه کړې. د دغه مکتوب په پای کې د ولسمشر اشرف غني لاسلیک دی. خو په یوه بل مکتوب کې چې سرنوشت ترلاسه کړی، اجرایه رییس د سیمه ییزو ارګانونو له خپلواکې ادارې غوښتي چې د حسیب الله سلطاني په نوم یو کس یې د ښاروال په توګه وټاکي. سرنوشت ورځپاڼې د سیمه ییزو اورګانونو له خپلواکې ادارې سره په دې اړه تماس ونیو، سره له دې چې هغوی د معلوماتو د ورکولو ژمنه وکړه، خو وروسته یې تلفون ته ځواب ور نه کړ. د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند منیرې یوسفزاده وویل چې پرون په دې اړه اداره کې جلسه جوړه شوې وه او د ژمنه یې وکړه چې پایلې به یې موږ سره شریکې کړي، خو وروسته یې تلفون ته ځواب ور نه کړ.