د بشار اسد حکومت په ډله ييزو وژنو او جنګي جرمونو تورن شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66035
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-08

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پلټونکو د بشار اسد حکومت په ډله ييز ډول د بنديانو پر وژلو او جنګي جرمونو تورن کړی دی. د راپور له مخې د بشار اسد حکومت او مخالفو ډلو د بشريت پر ضد جرمونه ترسره کړي دي. د راپور له مخې ډېری بنديان شکنجه شوي، چې ځينې يې تر مرګه پورې وهل شوي او پاتې نور د اوبو ، خوړو او درملو د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ملګر ملتونو دغه راپور له ۲۰۱۱ کال راهيسې کله چې د حکومت پر ضد لاريون پيل شو د اسناد او عيني شاهدانو سره د خبرو او معلوماتو پر مټ تيار شوی دی. د دغه راپور پر بنسټ په تېرو څلورو نيمو کلونو کې په زرګونو کسانو د جنګي ډلو په بندځايونو کې وژل شوي دي. ويل کېږي د دغو پېښو ډېری قربانيانو د حکومت تر ولکې لاندې زندانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.