احمد ضيا مسعود: شمالي ولايتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66036
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-08

د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر استازى وايي چې شمالي ولايتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي او مجاهدين يې بايد د سقوط مخه ونيسي. دغه څرګندونې د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ځانګړي استازي احمد ضيا مسعود په تخار ولايت کې د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې. دې غونډې ته مسعود وويل چې په دې وروستيو کې شمال ولايتونه له امنيتي ستونزو او د سقوط له ګواښ سره مخ دي. د هغه په وينا، نړيوال ترهګر پلان لري چې يوه نيمه مياشت وروسته بدخشان، تخار او کندوز ولايتونو ته سقوط ورکړي. هغه وويل چې لږه موده وروسته به دغه ولايتونه د سختو جګړو شاهدان وي. ده له جهادي قوماندانانو غوښتنه وکړه چې يوه لويه شورا جوړ کړي او په سختو حالاتو کې د امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.