جیمز کلپر: افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د سیاسي سقوط له خطر سره مخامخ دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66039
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-02-09

د امریکا د ملي امنیت مشر، جیمز کلپر، د سه شنبې په ورځ د امریکا د سنا یوې استماعیه غونډې ته وویل چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د سیاسي سقوط له خطر سره مخامخ دی. د امریکا د ملي استخباراتو اداره د سي آی اي په ګډون د امریکا د ۱۶ استخباراتي ادارو تر منځ همغږي کوي. ښاغلي کلپر وویل چې سیاسي جوړجاړی مخ پر ځوړ دی، حکومت د سرچینو د کموالي له جدي ګواښ سره مخامخ دی او د طالبانو د بریدونو کچه هم زیاته شوې ده. د ۲۰۱۴ کال له ناندرییزو ټاکنو وروسته چې د ملي یوالي حکومت جوړ شو، د سیاسي چارو ځیني شننونکي د افغانستان سیاسي پیوستون او ثبات څپڅپانده او ماتېدونکي بولي، خو د ملي یوالي د حکومت دواړو مشرانو په وار وار دا خبره کړې چې سیاسي مشارکت او همغږۍ ته ژمن دي. د ښاغلي کلپر په وینا د سولې د خبرو لپاره د طالبانو شرطونه په خپل حال پاتې دي او کوم تغیر یې نه دی کړی. طالبان د سولې د خبرو د پيل لپاره تر ټولو مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.