افغانان د دوو جګړو قربانیان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66046
ویښ افغان
دخبریدو نیټه : 2016-02-10

 

   هغه وخت چې نړۍ دوه بلاکه وه یوه خوا د شوروي اتحاد په مشرۍ سوسیالیستي او بل خوا  د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ امپریالستي هیوادونه د یو بل په مقابل کې ولاړ وو او د دواړو خواوو ترمنځ سړه جګړه په شدت سره روانه وه. افغانستان یې له شره په آمان پاته نه شو.
دنړۍ د دوو زبرځواکونو تر منځ د سړې جګړې سړه سیلۍ دلته زموږ په وطن کې په سوځوونکو لمبو بدله شوه او موږ پکې وسوځیدو. شوروي سره پوځونه د انترناسیونالستي مرستې په نامه افغانستان ته راغلل امریکا ترې د ویتنام د جګړې د غچ اخیستلو لپاره زموږد جګړې د بل لورې شاته ودریده دلته یې زموږپه مټو زورازمايي پیل کړه چې پایله یې د هیواد وراني او زموږ د خلکو مرګ، خواري او ذلت شو.
باالاخره نړیواله وضعه بدله شوه د شوروي اتحاد وروستي واکمن میخایل ګرباچوف د کاستریکا تګلاره اعلام کړه شوروي په پنځلسو جمهوریتونو وویشل شو چې افغان سپیڅلی جهاد او جګړه او د نړۍ په مختلیفو هیوادونو کې ددې هیواد جګړې او اقتصادي کړکیچ یې مهم علتونه بلل کیږي.
 په نتیجه کې په نړلوالو اړیکو کې بدلونونه راغلل، ظاهرآ د نړیوالو قوتونو ترمنځ سیالۍ او سړه جګړه پای ته ورسیده، خو زموږ په وطن کې لا د جګړې اورونه بل و او موږ پکې سوځیدو.
نږدې و چې افغانان د آرام ساه واخلي، نږدې و چې په افغانستان کې د جګړې لمن ټوله شي، یو څه وخت همداسې وشول. نړیوال ځواکونه راغلل. طالبان یې را نسکور کړل. پخوانۍ جګړه مارې ډلې یې واک ته ورسولې. خو ګوتڅنډنه یې ورته وکړه چې بیا به پخوانۍ پیرې نه کوي. د واک پر سر به کابل نه ورانوي او خلک به نه وژني. بس څه چې درته رسیدلي پر هغو به قناعت کوﺉ او جګړې به نه کوﺉ.
  اوس نو په نړۍ کې دوه زبرځواکه نه و خو د نړۍ د مختلفو هیوادونو استخباراتي شبکې فعالې وې او یو ځل بیا یې د خپلو سیالیو ډګر افغانستان وټاکه. افغانستان په بله پردۍ جګړه کې را ګیر شو جګړه د نورو د ګټو لپاره د افغانانو په وطن کې پیل شوه.
دا ځل یو ځل بیا افغانان په مختلیفو نومونو سره بیل شول. دا ځل د سیاسي اختلافونو ترڅنګ ممکن د نورو په لمسون قومي، مذهبي او سمتي اختلافونه هم پکې را پیدا شول.
دادی په دې جګړه کې بیا افغانان په بیلابیلو نومونو وژل کیږي. او له دې بدمرغې جګړې څخه د وتو د لارې هم کوم درک نه لګیږي. بس لکه ټول افغانان چې په تیارو کې را حصار وي، له ټولو لارو ګودر ورک ښکاري.
 دلته د جګړې او سولې ټولې چارې د پردیو په لاس کې دي. زیاتره ششنونکي په دې باور دي چې تر هغو چې زموږ په جګړه کې د ښکیلو هیوادونو اهداف سرته نه وي رسیدلي دلته به جګړه همداسې روانه وي. لکه د تیرې جګړې په څیر به افغانان پکې قرباني کیږي او وطن به یې پکې ورانیږي.
په دې دواړو جګړو کې بده داده چې لا خو موږ ټول پر دې نه یو پوهیدلي چې دا جنګ د چا دی؟ دا جګړه د څه لپاره ده؟ او تر څنګ یې بده لا داده چې موږ پخپلو ټولو ناخوالو کې د نورو لاس ګڼو، بیا نورو ته سترګې په لاره یو چې زموږ ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي. پخپله هیڅ ډول حرکت نه کوو.
د هغې تیرې جګړې نتیجې خو مو ولیدې دادی لګیا یو ددې جګړې ورانۍ هم په وازو سترګو ګورو خو د ختمولو لپاره یې څه نه کوو.
په کار ده افغانان په ګډه د روانو ناخوالو په اړه فکر وکړي. ټول سره یو شي بهرنیو مغرضو کړیو ته اجازه ور نه کړي چې نور یې په بیلابیلو نومونو سره وجنګوي نور موږ باید پوه شو او د نورو د اهدافو لپاره قرباني ور نه کړو.