ډاکتر کبیر ستوری يوسیاسي مبارز و !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6606
انجينیر شېر محمد ساپی
دخبریدو نیټه : 2006-04-12

د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند  ( PSDP )مشر ډاکتر کبیر ستوری ناڅاپه غمجنه مړ ینه چې دزيات شمير افغانانوخفګان باعث شوه،دافغانانولپاره یوه لویه  ضایع ګڼم .

روح دې ښاد وي

خداي  بخښلی ډاکـتر کـبیر ستوری  چې د ساينس او سایکالوژی (ساپوهني )متخصص   و، په پښتو ژبه یې يو شمير ارزښتمن اثارټولنې ته پرېښي دې .

ارواښاد ډاکتر کبير ستوری سربيره پردې چې لیکوال اوشاعرو، دسیاست په ډګرکې  يې خاصه ځانګړتيا  لرل .

زموږ دهيواد داوسني نسل  دسیاسی مبارزینود په نخبه ګانو په ليکه کښي ئې ځانته وړ ځاي تر لاسه کړيدۍ   .

ارواښاد ډاکتر ستوری  دپښتنو د یووالی رښتني خدمتګارپه توګه ديوه معقول او ثابت نظر اوعمل څښتن و.

هغه د یوڅو بُعدی  روڼ اند سیاستوال  په توگه  دقوم په ننه کښي  دندو په اجرأ کي یې  قوی ارادۀ تمثیل کړېده   .

غواړم په دغه  د قوم دننه دنده باندې رڼا واچوم  :

هراجتماعی قوم ځانته ځانګړی روشنفکره قشرلري، چې په ټاکلی تاریخي پړاوکې دخپل قوم دسازماندهی (يوځاي کولواو لورې ورکولو) دنده په غاړه لري، ځکه د یوخوا نخبه ګان دخپل  رسالت  پر اساس دقوم لپاره اجتماعی تګلاره تنظیموي ، او دبلي خوا په پرګنو(قومونو)کې دملی اندېښنو دخپرولواودهغوي د هڅولو دنده هم  په غاړه لري  ،سربیره پردې  دتیوری اوعمل ترمنځ  دارګانیک تړاواو اړيکودسمبالولو دنده هم په غاړه اخلي .

دغه خاصه ډله ( ارګانیکه ډله)  دیوقوم پرسازماندهی  او لور ې ورکولوسربيره په نوروقومونوکښې هم  دوړځاي  په تر لاسه کولوسره دملی فرهنګ  د خپرولو، پراخولوملي دنده پغاړه لرې ، اوپدې ترتیب  په ټولنه کې دخپل فعالیت سيمه نوره پسي پراخوې .

دغه ډله ،له یوې خوا  دقوم دننه  رسالت په غاړه لري او دبل خوا  دقوم بهرنقش لوي لوبوې  .

روشنفکره ډله،  له یوی خوا ددغه یا هغه قوم سره تړاولري دبلې خوا دیوې پایدارې او دایمي  ډلې په توګه  څرګندیږي  ،لدې نظره هغوي دتولڼی دټولو فرهنګي او معنوي ارزښتونو انتقالوونکې دي   .

دغه عمودی موقف ( دقوم دننه دنده ) او افقی موقف (دقوم بهر دنده) په پښتنو کې له یوه  خواکمزوری  اودبل خوامشبع  ده ، دا مسأله  خورا غوره او مهم  ګڼل کیږي ځکه نو بايد تل منطقي تناسب او تعادل ولري  .

دغه رسالت  په پښتنوکې دتاریخی دندې په توګه  تر اوسه پر نیمه لار پاته دی .

دیادونې وړ يې بولم په ګران افغانستان کې په لویه پیمانه ددې دندي دپلي کولود تګلاري دبنسټ تيږه  څلوښت کاله پخوا دوطن لوی خدمتګار اوهیوادپال اروا ښاد دیپلیوم انجینیر غلام محمد فرهاد له خوا کیښودل شوه چې ترننه پورې په  خپله بڼه سازمانی فعالیت کوي .

په حقه سره ويلاي شم چې خدابخښلی ډاکتر کبیر ستوری  دغه  دوطن پالني دګډ احساس  هغه لوړ ارزښت دی چې یاد به یې تل پاته وې .

د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګونددرنو مشرانو !  ددغې ملي مبارزې لمن پراخه کړی  .