سپين ږېری پلار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66330
بازمحمد روغوال
دخبریدو نیټه : 2016-03-26

 

درې سکني ورونه وو،  د دې درې واړو په منځو کې په کومه خبره سره جنجال  پيدا شو،  نو درې واړو سره تصميم ونيو،  چې  يو له بل څخه، جدا شي،  نو  د دې درې واړو تر منځ درې شيان  مشترک وو،  چې  يو يې زوړ پلار، يوه چرګه او يو يې خر و.  نو د تقسيم لپاره يې د کلي ملک راوسته،   نو د کلي ملک د درې شيانو په  تقسيمولو باندې پيل  وکړ،   نو  مشر ځوی  ته يې، ملک وويل : چې  ته په درې شيانو کې کوم شی اخلې؟   نو  مشر ځوی  يې ورته وويل :  چې  زه خو په درې شيانو کې خر اخلم.  دويم ځوی  ته يې وويل :   چې  ته څه  شی اخلې؟  نو دويم ځوی  يې وويل :  چې  زه خو چرګه اخلم.  نو درېيم ځوی  ته يې وويل : چې  ته څه شی اخلې هغه وويل :  زه خپل پلار اخلم.  نو ملک د مشر ځوی  څخه پوښتنه وکړه،  چې  تا د څه په خاطر  خر واخېسته  او  پلار دې وانه خېسته؟  نوهغه ورته په ځواب کې وويل :  پلار خو مې زوړ شويدی، د ګټې، وټې او د بار وړلو څخه وتلی. دا خو سراسر تاوان دی،  د هغه څخه خو؛  دا خر راته ځکه ښه دی،  چې  بار خو به راته وړي. دويم ځوی  ته يې وويل :  چې  تا د څه په خاطر دا چرګه واخېستله؟  نو هغه  هم ورته وويل :  چې  ما چرګه د دې لپاره واخېستله،  چې  چرګه خو به راته  هګۍ اچوي  او  پلار خو مې دا کار نشي کولای.   نو د کلي ملک  درېيم ځوی  ته ورمخ کړو، چې  تا څنګه خپل پلار خوښ کړ؟  نو ده ورته په ځواب کې وويل : ما پلار د دې لپاره خوښ کړ، چې  په نن ، سبا کې په خير سره مري،  راشن کارت به يې، ماته پاتې شي او بې غمه به ، پرې مزې کوم.