غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66406
پوهنمل محمدوارث
دخبریدو نیټه : 2016-04-11

فرهادي نشه مې سر کې پاريدلې
 په تش لاس به په لوې غرکې لاره باسم

 سپرغۍ کله په ايرو کې پټيدی شي
 فلسفه يم په نظر کې لاره باسم

 که مخې ته خنډونه هم ايجاد شي
 د وږمو په څير سحر کې لاره باسم

 له توپانه سره شپې مې ازمايلي
 اوس په خپله سمندر کې لاره باسم

 پام په خوار نظر کاته راته و نه کړې
 لکه څړېکې په پرهر کې لاره باسم

 که سکروټې مې په سر باندې انبا رشي
( وارث ) واېي په مجمر کې لاره باسم