د گناهونو دُنيوي او اُخروي زيانونه ( ۴ ) برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66421
مولوي عصمت الله عزام
دخبریدو نیټه : 2016-04-11

نحمده و نصلي  علی رسوله الکريم امابعد :
بسم الله الرحمن الرحيم
۷ : د گناهونو بدي اغيزي نورو خلگو، حيواناتو او مرغانو ته هم رسېږي .
هغوی هم د يوه ګناهگار د بدو کړو له امله کړېږي او ګناهګار ته ښېرې کوي .
يحيى بن أبي كثير وايي چي يوه سړي د حضرت ابوهريره  رضی الله عنه په  وړاندي وويل : ظالم له ځان پرته په بل چا ظلم نه کوي !
حضرت أبوهريره رضي الله عنه وويل : دروغ دي وويل : والذي نفس أبي هريرة بيده، إن الحُبارى لتموت في وكرها من ظلم الظالم . (العقوبات لابن أبي الدنيا ص : 302)
ژباړه : په هغه ذات مي دي قسم وي چي د ابوهريره ساه يې په لاس کي ده، د ظالم د ظلم له امله زاڼي په خپلو ځالو کي مري !!
يعني د ظالم د ظلم بدي پايلي زاڼو ته هم رسېږي .
مجاهد رحمه الله ويلي دي : "إن البهائم تلعن عصاة بني آدم إذا اشتدت السنة وأمسك المطر، وتقول : هذا بشؤم معصية ابن آدم ( الجواب الكافي ص : 38)
ژباړه : كله چي وچ کالي سخته شي او بارانونه بندشي، حيوانات په نافرمانو انسانانو  لعنت وايې او وايي : دا( قحطونه ) د انسانانو د ګناهونو له امله  دي !!
عكرمة رحمه الله ويلي دي : دواب الأرض وهوامها حتى الخنافس والعقارب يقولون : مُنعنا القطر بذنوب بني آدم". فلا يكفيه عقاب ذنبه حتى يبوء بلعنة من لا ذنب له . ( الجواب الكافي ص : 38)
ژباړه : د زمکي ځناور او حشرات تر دې چي گونگټي او لړمان وايي : له موږ څخه باران د انسانانو د گناهونو له امله بند شوی دی .
( عکرمه وايي : ) د ځان گناه يې بس نه ده تر دې چي د هغه چا په لعنت هم اخته شي چي گناه يې نشته !!
د گناهگار د گناه له امله نه يوازي حيواناتو ته زيان رسېدلی، بلکي جماداتو او ډبرو ته يې هم اثر رسېدلی دی :
عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَزَلَ الْحَجَرُ الْأَسْوَدُ مِنْ الْجَنَّةِ وَهُوَ أَشَدُّ بَيَاضًا مِنْ اللَّبَنِ فَسَوَّدَتْهُ خَطَايَا بَنِي آدَمَ
( رواه الترمذي ص : ۱۷۷ ج : ۱ و قال : حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ ) .
ژباړه : له حضرت ابن عباس - رضی الله عنهما - څخه روايت دی چي رسول الله - صلی الله عليه وسلم - وفرمايل : حجر اسود له جنت څخه په داسي حال کي را ښکته شو چي تر شيدو ( پيو ) زيات سپين وو، نو د انسانانو گناهونو تور کړو !!
حضرت كعب رحمه الله فرمايلي دي : إنَّمَا تُزَلْزَلُ الْأَرْضُ إذَا عُمِلَ فيها بِالْمَعَاصِي . ( الفتاوي الفقهية الکبری ص : ۲۷۸ ج : ۱ )
ژباړه : په زمکه هغه وخت زلزله راځي کله چي گناوي پکي وشي !!
( نور بيا ...)
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين