د هلمند ۱۲۹ ښوونځي غیر فعال دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66470
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-23

د هلمند د پوهنې رياست چارواکي وايي، د ځینې ستونزو له امله سږ کال هم ۱۲۹ ښوونځي غير فعال دي. د دغه ولايت د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر رسنیو ته وويل چې د هلمند په تشکيل کې ۳۸۵ ښوونځي شته چې له ډلې یې ۱۲۹ تړلي دي. د نوموړي په وينا، دغه ښوونځي په شمال او يو شمېر نور يې په مرکزي او سوېلي ولسواليو کې غير فعال دي. د پوهنې رييس زياتوي چې د پوهنې پر وړاندې ځينې نورې ستونزې هم لري، منځنيو ښوونځيو ته د ښوونيز کال تر وروستيو پورې هم کتابونه ونه رسېدل، مسلکي ښوونکي يې کم دي، د بوديجې او بستونه کموالی يې تر ټولو لويه ستونزه ده. هغه وويل چې د شخصي ګټو په موخه ځيني کسان د پوهنې رياست په چارو کې لاسوهنې کوي چې له امله يې د دوى ستونزې زياتې شوې دي، خو هغه د چا نوم وانه خيست. د ده په وينا، له وروستيو جګړو راهيسې په ځينو سيمو کې يو شمېر نور ښوونځي هم بند شوي، خو اوس د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې چې جګړه نه وي، بېرته ځيني ښوونځي فعال شوي دي. جعفر وايي، دا مهال ۲۱۵ زره زده کوونکي فعالو ښوونځيو ته ځي چې ۶۱ زره يې ښځينه او د ۲۳۱۱ تنه ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.