ناټو: افغان ځواکونه سږنۍ جګړه کې پر مخالفینو برلاسي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66471
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-23

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال افغان ځواکونه د وسله والو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې برلاسي او په ښه موقف کې دي. په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویاند جنرال (چارلېز کلیفلنډ) ویلي، چې د افغان ځواکونو تر منځ د همغږۍ زیاتوالی او د هوايي ځواکونو پیاوړتیا، هغوی په سږنۍ جګړه کې د وسله والو پر وړاندې برلاسي کړي دي. د بهرنیو ځواکونو ویاند په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر په اړه د روسي چارواکو وروستۍ څرګندونې رد کړې دي. په وروستیو کې ځینو روسي چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې وه. کلیفلنډ دغه راز ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې د داعش تر درېوو زرو پورې جنګیالي شتون لري. د ناټو ویاند د افغان ځواکونو د عملیاتو په اړه وویل؛ دوی باور لري، چې له طالبانو سره په جګړه او د هغوی له شتونه د ځینو سیمو په تصفیه کولو سره به افغان ځواکونه روان کال ډېر بریالي وي.