«حکومت دې له پاکستان سره پر خپل سیاست له سره کتنه وکړي»

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66474
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-24

د ملي شورا یو شمېر غړي وايي، حکومت باید د طالبانو پر وړاندې د جګړې د اعلان پرځای له پاکستان سره پر خپل سیاست له سره کتنه وکړي. د دوی په وینا، کابل د سولې او جګړې لپاره روښانه ستراتیژي نلري او د څلور اړخیز بهیر ناستو له ناکامۍ وروسته پر اسلام آباد باور کول ناسم سیاست دی. د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وایي، افغان سیاستوال احساساتي پریکړې کوي او حکومت د پاکستان پر وړاندې مشخصه تګلاره نلري او ضعیف سیاست پرمخ وړي. د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی هم وايي، چې د سولې په موخه د څلور اړخیز بهیر ناستې تر دې وروسته پایله نه ورکوي او د پاکستان دغه اعلان، چې طالبان به په یوه میاشت کې د سولې خبر ته حاضر کړي؛ د عامه افکارو د بدلون لپاره شوی. د پاکستان د صدرعظم سلاکار سرتاج عزیز په تازه څرکندونو کې ویلي چې، اسلام آباد به د یوې میاشتې په اوږدو کې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.