جېمز ډابنز: ډېورنډ باید د یوې نړېوالې کرښې په توګه په رسمیت وپېژندل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66475
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-24

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي جیمز ډابنز ویلي، چې ډېورنډ باید د یوې نړېوالې کرښې په توګه په رسمیت وپېژندل شي. نوموړي په کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیون سره د مرکې پر مهال ویلي، که افغانستان ډېورنډ د یوې نړېوالې کرښې په توګه وپېژني، له پاکستان سره به یې د شته ستونزو په حل کې مرسته وکړي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي له جزئیاتو پرته ویلي، چې افغانستان کې له وسله والو مخالفینو د پاکستان ملاتړ د ډېورنډ کرښې د په رسمیت پېژندلو په معنا نه دی. که څه هم جېمز ډابنز تازه د ډېورنډ په اړه غږېږدلی، خو تر دې وړاندې ګڼو افغان چارواکو، سیاسیونو، مدني فعالانو او عام ولس د بهرنیو چارواکو دا ډول څرګندونې په کلکو ټکو غندلي او دا یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.