ایوبي: د ملي یووالي حکومت مشروعیت نه لري، باید لویه جرګه راوبلل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66477
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-24

د افغانستان د متحد ملت ګوند مشر او په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازى عبدالرحیم ایوبي وايي، د ملي يووالي حکومت مشروعيت نه لري. نوموړي دغه څرګندونې په خوست کې يوې غونډې ته چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړى و، کړې دي. د متحد ملت ګوند مشر عبدالرحيم ايوبي، اوسنى حکومت د ستونزو زېږنده وباله. ده وويل، اوسنى د بهرنيانو په لاس جوړ حکومت افغانانو ته د منلو وړ نه دی، نو هر څومره ژر چې کېږي، بايد لويه جرګه راوغوښتل شي او د دې حکومت پر بديل باندې فکر وکړي. هغه زياته کړه، د ملې یووالي حکومت لوړپوړو چارواکو اساسي قانون تر پښو لاندې کړی او د دې پرځای چې غلا، چور او فساد د کمېدو خوا ته لاړ شي، ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دى.