د طالبانو د کوېټې شورا یوه لوړپوړي غړي د پېښور روغتون کې ساه ورکړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66480
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-29

راپورونه وايي، د طالبانو د کوېټې شورا یوه لوړپوړي چارواکي عبدالله ګل ریان د پېښور په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده. د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې؛ نوموړی په سرطان اخته و او له څه مودې راهیسې د شوکت خانم روغتون کې بستر و، چې مړ شوی دی. رسنیو خبر ورکړی، چې طالبانو هم د عبدالله ګل ریان مړینه تایید کړې، خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي، چې هغه د پېښور په یوه روغتون کې مړ شوی دی. د راپورونو پر اساس؛ ریان په کویټه کې د یوې مدرسې مشري کوله، چې د طالبانو لیکو ته به یې جنګیالي روزل.