امریکا: کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون شوی بمبار جنګي تېروتنه نه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66482
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-29

د امریکا د دفاع وزارت په کندوز ولایت کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون شوی بمبار جنګي جرم نه ګڼي او زیاتوي، چې دا انساني تیروتنه وه. تیر کال د تلې میاشتې په ۱۱مه، نیټه وروسته له هغه، چې وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونیوه، امریکایي، ځواکونو په دغه ښار کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبار وکړ، چې له امله یې د ډاکټرانو، نرسانو، ناروغانو او پیوازانو په ګډون ۴۲ کسان ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شوي وو. د امریکا د د دفاع وزارت د یادې پېښې د څیړنو بشپړې وروستۍ پایلې اعلان کړې او ویلي یې دي، چې دا جنګي جرم نه، بلکې انساني تیروتنه وه. د امریکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف وټیل په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ځواکونو دغه کړنه یې جنګي جرم نه ګڼل کیږي. نوموړي زیاته کړې، چې په یاده پېښه کې د دوو لوړ پوړو افسرانو په ګډون ۱۲ سرتیرو تیروتنه کړې وه، چې دسپلیني سزا به ورکول کیږي.