د امریکا کانګرس له پاکستان سره د مرستې په پار سلګونه ملیونه ډالر رد کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66483
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-29

د امريکا حکومت د کانګرس په غوښتنه پاکستان ته د ايف ١٦ جنگي الوتکو په برخه کې له مرستې انکار وکړ. د دغې پرېکړې پر اساس به پاکستان د اتو ايف ١٦ الوتکو رانيولو لپاره ټول اوه سوه ميلونه ډالر خپله ورکوي. د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت چارواکي وايي، په روان کال کې پاکستان ته د نورو پوځي مرستو بوديجه کانگرس ته وړاندې شوې وه او د هغې د نه ورکولو پرېکړه هم شوې ده. د مشرانو جرگې دا پرېکړه د پاکستان لپاره يو لوى زیان بلل شوی دی.