ولسمشر: د اباسین پر قاتلینو به عدالت پلی شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66497
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-30

ولسمشر محمد اشرف غني د اباسین پر وژل کېدو خواشیني څرګنده او ژمنه یې کړې، چې پر قاتلینو به یې عدالت پلی شي. له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې غني د وژل شوي اباسین پلار ته پر ټلیفون خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. سرچینه زیاتوي ولسمشر د اباسین له پلار سره ژمنه کړې، چې د زوی پر تښتوونکو او قاتلینو به یې عدالت پلی او سزا به ورکړي. د ویلو ده، چې ۱۲ کلن اباسین څو میاشتې وړاندې د کابل له کارته نو سیمې وتښتول شو او څو ورځې وړاندې په ډېرې بې رحمۍ وژل شوی دی.