اروپايي هېوادونو د ۳۲،۵ سلنه کډوالو اسناد رد کړي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66503
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-01

په اروپايي هېوادونو کې په هرو لسو افغانانو کې د درېو یې د کډوالۍ وړاندیزونه نه دي منل شوي. د ایکانومسټ په نوم د یوه بنسټ له لوري په خپرو شویو مالوماتو کې راغلي، چې اروپا کې د مېشتو افغانانو د کډوالۍ له وړاندیزونو ۳۲،۵ سلنه یې رد شوي دي. د یاد بنسټ د مالوماتو پر اساس؛ اروپايي هېوادونو د سوريې د ۹۷ سلنه، د عراق ۸۸، د ایریتریا ۸۶ او تر هغوی وروسته د افغانستان د ۶۷،۵ سلنه وګړو د کډوالۍ وړاندیزونه منلي دي. سرچینه زیاتوي، چې تر ټولو ډېر کډوال جرمني او ورپسې سویډن منلي دي. د ویلو ده، چې د ملي یووالي حکومت له راتګ سره سم؛ افغانستان کې د نا امنۍ د ډېرېدو او اقتصادي ستونزو له کبله ګڼ شمېر افغانان په ناقانونه توګه اروپا ته ولاړل.