مدني فعالان: که د ټوټاپ پروژې د لېږد لورى بدلون ونه کړي په ټول هېواد کې به لاریونونه پیل کړو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66516
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-04

د ملي شورا او مدني فعالانو يو شمېر غړي ګواښ کوي، چې که د ټوټاپ پروژې د لېږد لورى تر راتلونکو درېيو ورځو پورې بدلون ونه کړي نو په ټول هېواد کې به پراخه لاريونونه ترسره کړي، خو د انرژۍ او اوبو وزارت وايي چې د دغه لوري بدلون ډېر لګښت او ډېرې مودې ته اړتيا لري. د ټوټاپ پروژه کې ٥٠٠ ميګاواټه برېښنا له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان هېوادونو څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي. د حکومت کابينې په دې وروستيو کې پرېکړه کړې چې دغه پروژه بايد د سالنګ له لارې ولېږدول شي، خو دغه پرېکړه بيا د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراييه رياست د دويم مرستيالانو، مدني فعالانو او د ملي شورا يو شمېر غړو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده. تیره ورځ په ولسي جرګه کې د خلکو يو شمېر استازو او مدني فعالانو، په يو اعتراضي لاريون کې د حکومت دغه ګام له تبعيض ډک وباله. خو د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني چې پرون يې په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل چې د ټوټاپ پروژه په ١٣٩٣ لمزيز کال کې د سالنګ له لارې مشخصه شوې وه او له همدې لارې کم لګښتونه لري.